ads

په ننګرهار کې د داعش يو مهم قومندان وژل شوی

د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي، د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو د عملياتو په مهال په جلال اباد ښار کې د وروستيو پېښو طرحه کوونکى او رهبري کوونکى داعش قوماندان وژلى دى.

نویسنده: mayar
3 چنګاښ 1397
په ننګرهار کې د داعش يو مهم قومندان وژل شوی

د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي، د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو د عملياتو په مهال په جلال اباد ښار کې د وروستيو پېښو طرحه کوونکى او رهبري کوونکى داعش قوماندان وژلى دى.
د والي وياند عطاء الله خوږياڼي کليد ته وويل، دغو ځواكونو تېره ورځ د چپرهار ولسوالۍ په سفري سيمه کې عمليات کړي، چې په ترڅ كې يې د داعش وسله والو مهم قوماندان ادم خان، چې د جلال اباد ښار د وروستيو پېښو طراح او رهبري کوونکى و، وژل شوى دى.
د هغه په وينا، د داعشيانو دې وژل شوي قوماندان په جلال اباد ښار کې يو شمېر نور بريدونه هم طرحه کړي وو، چې له تطبيق وړاندې شنډ شول.
خوږياڼي زياته كړه، د عملياتو په مهال د داعش وسله والو يو شمېر موټر سايکلونه، وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.
داعش ډلې تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA