ads

پاکستاني طالبانو خپل نوی مشر وټاکه

نور ولي محسود د پاكستاني طالبانو د نوي مشر په توګه ټاكل شوى دى.

نویسنده: mayar
3 چنګاښ 1397
پاکستاني طالبانو خپل نوی مشر وټاکه

نور ولي محسود د پاكستاني طالبانو د نوي مشر په توګه ټاكل شوى دى.
د دې ډلې وياند محمد خراساني رسنيو ته په لېږل شوي بيان كې ويلي، د دوى پخوانی مشر ملا فضل الله امريکايي بې پيلوټه الوتكې وژلى دى.
په بيان كې راغلي، د پخواني مشر تر وژل کېدو وروسته د پاکستاني طالبانو د رهبرۍ شورا د نوي امير د ټاکلو لپاره غونډه وکړه، چې نور ولي محسود د رايو په اکثريت د نوي امير په توګه وټاکل شو.
د خراساني په خبره، مفتي مزاحم، چې په مفتي حضرت هم مشهور دى، د تحريک طالبان پاکستان مرستيال ټاکل شوى دى.
افغان او امريكايي چارواكي وايي، ملا فضل الله نږدې دوه اونۍ وړاندې په كونړ ولايت كې د امريکا د بې پيلوټه الوتکې په بريد كې ووژل شو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA