د هلمند د سولې كاروان غړو نن سهار په كابل كې د ملګرو ملتونو د دفتر مخې ته تحصن پيل كړ.
د دغه كاروان مطبوعاتي مسوول بسم الله وطندوست كليد ته وويل، دوى غواړي نړيوالو ته وښيي، چې دې دفتر په افغانستان كې د سولې په برخه كې هېڅ نه دي كړي او شتون يې بې ګټې دى.
د نوموړي په خبره، دوى به په كابل كې د ملګرو ملتونو د دفتر مخې ته درې ورځې تېرې او بيا به د پاكستان، ايران، امريكا، روسيې او بريتانيا د سفارتونو په وړاندې په نوبتي ډول تحصن وكړي.
وطندوست زياته كړه، له دې وروسته ښايي لومړى د امريكا د سفارت مخې ته كېني.
دا په داسې حال كې ده، چې د هلمند د سولې كاروان غړو وسله والو طالبانو ته د اوربند كولو په هدف درې ورځې وخت ټاكلى و، خو هغوى يې غوښتنې ته ځواب ورنه كړ.
له افغان حكومت او طالبانو د يادو كسانو په غوښتنو كې سمدستي اوربند، د سولې لپاره د يوه مرکز ټاکل، د ښکېلو خواوو ترمنځ ګډ حکومت رامنځته کېدل او له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو د وتلو لپاره د مهالوېش برابرول شامل دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ