ترکان نن د تركيې په تاريخ کې د لومړي ځل لپاره د جمهوري رياست او پارلماني ټاكنو كې خپلې رايې کاروي.
د راى ورکولو بهير په ټوله ترکيه کې د سهار په اتو بجو پيل شو او د مازديګر تر پنځو بجو به دوام ولري.
په تېرو ټاکنو کې د ترکيې په ختيځو ولايتونو کې د رايې ورکولو بهير يو ساعت مخکې پيل شوی و.
تمه ده، چې د پارلماني ټاکنو لومړۍ پايلې د راى ورکولو بهير تر پای ته رسېدو درې ساعته او وروستۍ يې څو ورځې وروسته اعلان شي.
جمهور رئيس رجب طيب اردوغان، چې دا ځل د يو ډېر واک لرونکي جمهوري رياست تمه لري، د شنبې په ورځ په استانبول کې د خلکو بېلابېلو غونډو ته په خبرو کې له هغوى وغوښتل، چې په پراخ ډول د راى وركولو مرکزونو ته لاړ شي او په ټاکنو کې برخه واخلي.
اردوغان خلکو ته په خبرو کې وويل، جمهوري رياست تجربې ته اړتيا لري.
نوموړی، چې له ۲۰۰۳ کال راهيسې په واک کې دی، ډېری وخت يې خپل سياسي مخالفين د ژور ليدلوري په نه لرلو تورن کړي دي.
په نننيو ټاكنو كې د اردوغان مهم سيال د خلكو د جمهوري غوښتونكو ګوند غړى محِرم اينجي دى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ