ads

باميان ته د تلونكو كورنيو او بهرنيو سيلانيانو شمېر زيات شوی

د باميان تفريحي ځاى بند امير ته د تلونكو كورنيو او بهرنيو سيلانيانو شمېر زيات شوى دى.

نویسنده: mayar
3 چنګاښ 1397
باميان ته د تلونكو كورنيو او بهرنيو سيلانيانو شمېر زيات شوی

د باميان تفريحي ځاى بند امير ته د تلونكو كورنيو او بهرنيو سيلانيانو شمېر زيات شوى دى.
د دې ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د توريزم او فرهنګ امر اسحاق عزيزي كليد ته وويل، په تېرو درېيو مياشتو كې شاوخوا ۳۴ زره كورنيو او بهرنيو سيلانيانو له بند اميره ليدنه كړې ده.
نوموړي زياته كړه، د سيلانيانو په وړاندې ستره ستونزه د باميان او ګاونډيو ولايتونو ترمنځ د غځېدلو لارو ناامني ده.
باميان، چې د هېواد د مرکزي ولايتونو له جملې نه دی، بند امير يې په يکه ولنگ ولسوالۍ کې موقعيت لري، چې په ملي او نړيواله کچه مشهور دى.
د دغه ولايت صلصال او شهمامه نړېدلې مجسمې، شهر غلغله او لسگونه تاريخي ابدې او طبيعي منظرې د سيلانيانو د جذبولو مهم ځايونه دي.
تېر لمريز كال له بند اميره څه باندې ۳۵۰ زره كورنيو او بهرنيو سيلانيانو ليدنه كړې وه، چې دا شمېر په تېرو ۱۵ كلونو كې بې سارى و.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA