ads

په پکتيا کې يوه ښځينه خبرياله فعاليت کوي

که څه هم په تېرو ۱۷ کلونو کې افغانستان د رسنيو په برخه کې ډېر پرمختګ کړی دی، خو لا هم په يو شمېر ولايتونو کې رسنۍ له ستونزو سره مخ دي. له دې ډلې يو هم په رسنيو کې د ښځينه‌وو نشت دی. د افغانستان د نورو لرې پرتو سيمو تر څنګ پکتيا هغه ولايت دی چې ښځينه خبريالانې پکې چندان فعاليت نه لري او يوازې يوه ښځينه خبرياله پکې د خلکو پر ستونزو راپورونه جوړوي.

نویسنده: mayar
2 چنګاښ 1397
په پکتيا کې يوه ښځينه خبرياله فعاليت کوي

که څه هم په تېرو ۱۷ کلونو کې افغانستان د رسنيو په برخه کې ډېر پرمختګ کړی دی، خو لا هم په يو شمېر ولايتونو کې رسنۍ له ستونزو سره مخ دي. له دې ډلې يو هم په رسنيو کې د ښځينه‌وو نشت دی. د افغانستان د نورو لرې پرتو سيمو تر څنګ پکتيا هغه ولايت دی چې ښځينه خبريالانې پکې چندان فعاليت نه لري او يوازې يوه ښځينه خبرياله پکې د خلکو پر ستونزو راپورونه جوړوي.

پروانه پکتين د ژورنالېزم له پوهنځي فارغه شوې او له تېر يوه کال راهيسې د پکتيا په مرکز ګردېز کې په رسنيو کې کار کوي.

نوموړې په دې ولایت کې د امنیتي وضعیت خرابوالی، دوديزه ټولنه، ناوړه دودونه، د عامه پوهاوي او د سواد کچې کمښت او د حکومت او خصوصي رسنیو نه پاملرنه هغه عوامل بولي چې له کبله يې په رسنيو کې د ښځينه‌وو ونډه په نشت حساب ده: ((دلته خو لومړی ښځو ته د زده کړې اجازه نه ورکول کېږي، خو دا ستونزه اوس په کمېدو ده، د ژورناليزم برخې ته د يوې ښځې راتګ بيخي ستونزمنه ده، دلته امنیتي ستونزې هم ډېرې دي او ښځې ته اجازه نه ورکوي چې په رسنيو کې کار وکړي.))

پکتين زياتوي، د امنیتي ستونزو له کبله په ډاډه زړه دنده نه شي اجرا کولای: ((زما کورنۍ ماته په رسنيو کې د کار اجازه راکوي خو لويه ستونزه د خلکو منفي افکار دي، دوی دا نه شي منلای چې دلته دې يوه ښځه خبريالي وکړي.))

دغه ژورناليسته وايي، په دې ولايت کې د ښځينه خبريالانو د سرلارې په توګه له ستونزو سره مبارزه کوي، له لوړو ژورو تېرېږي او نورو ته لار هواروي: ((ستونزه له پوهنتون پيل شوې، خو خلک کرار کرار عادي کېږي، زه قرباني منم، ستونزې ګالم، خو نورو ته لار هواروم، زه په دې ډګر کې په پکتيا کې لومړۍ يم نو ستونزې به ګالم، زما لپاره د خلکو فکرونه جوړ نه دي، ما د خلکو خبرې په ځان منلې دي، مبارزه کوم او دوام ورکوم.))

له بل لوري په پکتیا کې د ژورنالیستانو د خوندیتوب کمېټې استازی ساحل منګل هم په دې ولایت کې ټولنیزې او کلتوري ستونزې د ښځینه خبریالانو د کارونو په وړاندې لوی خنډ په ګوته کوي. نوموړی وایي اړوندو دولتي ادارو ته په کار ده، څو دې برخې ته جدي پاملرنه وکړي: ((هغه عوامل چې له کبله يې ښځينه خبريالانې نه شي کولای دندې ترسره کړي معلوم دي، کلتوري محدوديتونه مهم رول لوبوي، په پوهنتون کې د ژورناليزم د څانګې نه موجوديت و، اوس دغه ستونزه مخ په حل کېدو ده.))

د نوموړي په خبره، که چېرې په دې ولایت کې ښځینه خبریالانو ته پاملرنه زياته او په مسلکي ډول وروزل شي، د نارينه خبريالانو ستونزې به ډېرې کمې شي.

په افغانستان کې له ازادو رسنيو د ملاتړ ټولنې يا نی او د ښځينه خبريالانو بنسټ په وار وار په دې تړاو راپورونه خپاره کړي چې په هېواد کې د ښځينه خبريالانو شمېر په کمېدو دی. د دغه کمښت اصلي علت ناامني او د کاري چاپېريال ناخونديتوب دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA