د هرات ولايت يو ديني عالم محمد جعفر توکلی د نامعلومو وسله والو له لوري ووژل شو.
د دغه ولايت د پوليسو وياند عبدالاحد وليزاده کليد ته وويل، چې تېره ورځ ماښام نامعلومو وسله والو موټر سايل سپرو د هرات ښار د پنځمې ناحيې اړوند، ۶۴ متره سړک په سيمه کې محمد جعفر توکلی په ډزو وژلی دی.
د وليزاده په خبره، بريدکوونکي له سيمې تښتېدلي دي.
د هرات پوليسو تر دې مهاله په دې تړاو څوک نه دي نيولي.
په همدې حال کې پوليس وايي، ټولو کشفي او استخباراتي ځواکونو ته يې امر کړی چې د دغه بريد عاملان وپېژني او ويې نيسي.
د يادولو ده چې محمد جعفر توکلي په هرات ولايت کې د حکمت راډیو د امتياز څښتن و.
په تېره يو مياشت کې دا درېيم ديني عالم دی چې په هرات ښار کې وژل کېږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ