په هرات كې شپږ تنه د بېلابېلو جرمونو په تور نيول شوي دي.
د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند عبدالاحد وليزاده كليد ته وويل، پوليسو درې تنه په ګذره ولسوالۍ كې د وسله والې غلا او د غيرې قانوني وسلې د لېږد، د هرات ښار د نهمې امنيتي حوزې پوليسو يو تن د موټر سايكل د غلا او د لسمې امنيتي حوزې پوليسو بيا دوه تنه د يوه كس د قتل په تور نيولي دي.
د نوموړي په خبره، په ګذره ولسوالۍ كې له نيول شوو كسانو يوه تومانچه ترلاسه شوې ده.
امنيتي مسوولين وايي، له يادو كسانو څېړنې روانې دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ