ads

په كابل ښار كې د يوه ډله غلو او امنيتي ځواكونو ترمنځ نښته وشوه

په كابل ښار كې نن د يوه ډله غلو او امنيتي ځواكونو ترمنځ نښته كې درېيو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

نویسنده: mayar
2 چنګاښ 1397
په كابل ښار كې د يوه ډله غلو او امنيتي ځواكونو ترمنځ نښته وشوه

په كابل ښار كې نن د يوه ډله غلو او امنيتي ځواكونو ترمنځ نښته كې درېيو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د كابل ښار د ۱۵مې امنيتي حوزې امر عبدالقدير باركزي كليد ته وويل، يوه ډله غلو، چې تر جنايي تعقيب لاندې وو، د دې حوزې په مربوطاتو كې له جنايي ځواكونو سره جګړه كړې، چې په ترڅ كې يې يو غل وژل شوى او دوه نور ټپيان دي.
نوموړي زياته كړه، دا كسان په كابل ښار كې د خلكو په وژنې او د موټرونو په غلا تورن دي.
بايد وويل شي، چې په كابل ښار كې د جنايي جرمونو ګراف لوړ شوى او د پايتخت اوسېدونكي يې اندېښمن كړي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA