ads

د ننګرهار د کرنې رئيس د کبانو د توليدي مرکز د جوړېدو چارې وڅارلې

د ننګرهار د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ د رئيس رفيع الله رحيمزي په مشرۍ يو ګډ تخنيکي پلاوي د سره رود ولسوالۍ د چهارباغ صفا په کلي کې د کبانو د بچيانو توليدي مرکز د جوړېدو چارې له نږدې وکتلې.

نویسنده: mayar
2 چنګاښ 1397
د ننګرهار د کرنې رئيس د کبانو د توليدي مرکز د جوړېدو چارې وڅارلې

د ننګرهار د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ د رئيس رفيع الله رحيمزي په مشرۍ يو ګډ تخنيکي پلاوي د سره رود ولسوالۍ د چهارباغ صفا په کلي کې د کبانو د بچيانو توليدي مرکز د جوړېدو چارې له نږدې وکتلې.
د دغه ولايت د رسنيو دفتر وايي، دا مرکز د کبانو د څه باندې دوه ميليونه بچيانو د توليد ظرفيت لري، چې د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت د باغدارۍ او مالدارۍ ملي پروژې په مرسته جوړېږي.
سرچينه زياتوي، د کبانو د بچيانو د نوموړي توليدي مرکز د جوړېدو چارې په بشپړېدو دي او په نږدې راتلونکې کې به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
د سرچينې په وينا، د دې مركز په جوړېدو سره به پر ننګرهار او ختيځو ولايتونو سربېره د هېواد نورو ولايتونو ته د روزنې په هدف د کبانو بچيان ولېږدول او ورسره به د کبانو د روزنې صنعت ته د ودې او پراختيا لازم فرصتونه رامنځته شي.
اوس مهال په ياد مركز كې د کبانو سلګونه زره بچيان توليد شوي او دا لړۍ به تر هغه دوام ومومي، ترڅو د كبانو د بچيانو شمېر ميليونونو ته ورسېږي، چې تر ټاکلې مودې تېرېدو وروسته به په نورو حوضونو کې د غوښې د توليد په هدف تر روزنې لاندې ونيول شي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA