ads

جنرال مراد علي مراد نن د کابل ګارنيزيون د نوي قوماندان په توګه کار پيل کړ

د کورنيو چارو وزارت پخوانی ستر امنيتي مرستيال جنرال مراد علي مراد نن د کابل په امنيتي چارو کې د ملي دفاع وزارت د مرستيال او د کابل ګارنيزيون د نوي قوماندان په توګه کار پيل کړ.

نویسنده: mayar
2 چنګاښ 1397
جنرال مراد علي مراد نن د کابل ګارنيزيون د نوي قوماندان په توګه کار پيل کړ

د کورنيو چارو وزارت پخوانی ستر امنيتي مرستيال جنرال مراد علي مراد نن د کابل په امنيتي چارو کې د ملي دفاع وزارت د مرستيال او د کابل ګارنيزيون د نوي قوماندان په توګه کار پيل کړ.

دى نن په يوه غونډه كې، چې په كې د ملي دفاع او كورنيو چارو وزيرانو هم برخه لرله، خپلو مامورينو ته وروپيژندل شو.

جنرال مراد غونډې ته په وينا کې وويل، د ګارنيزيون له لارې به د کابل د امنيت ښه کېدو لپاره هلې ځلې او د دې ښار د امنيت خونديتوب په هدف كار وكړي.

هغه زياته كړه، تراوسه خلک د کابل ګارنيزيون په تړاو اندېښنې لري او په وينا يې، د خلکو او ګارنيزيون ترمنځ به فاصلې ختمې او ښه روابط رامنځته کړي.

د کابل ګارنيزيون درې کاله وړاندې د ملي دفاع وزارت په تشکيلاتو کې د کابل ښار د امنيت خونديتوب لپاره جوړ شو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA