ads

جمهور رئيس غني په هرات کې د يوه ديني عالم وژنه وغندله

جمهور رئيس محمد اشرف غني په هرات كې د يوه شيعه ديني عالم وژنه وغندله او عاملين يې د اسلام او انسانيت دښمنان وبلل.

نویسنده: mayar
2 چنګاښ 1397
جمهور رئيس غني په هرات کې د يوه ديني عالم وژنه وغندله

جمهور رئيس محمد اشرف غني په هرات كې د يوه شيعه ديني عالم وژنه وغندله او عاملين يې د اسلام او انسانيت دښمنان وبلل.

د دغه ولايت د پوليسو وياند عبدالاحد وليزاده كليد ته وويل، تېر ماخوستن اته بجې او ۲۰ دقيقې محمد جعفر توکلي خپل كور ته روان و، چې د نامعلومو موټر سايكل سپرو وسله والو په ډزو ووژل شو.

نوموړي زياته كړه، دا پېښه د هرات ښار د پنځمې ناحيې په مربوطاتو كې رامنځته شوې او تراوسه يې په تړاو څوك نه دي نيول شوي.

بلخوا جمهور رئيس غني دا تروريستي بريد نه بښونکى عمل او ستر جنايت وباله او يو ځل بيا يې ټينګار وکړ، چې د ديني عالمانو او خدمتګارو شخصيتونو وژل په هېڅ دين او ايين کې د توجېه وړ نه دي او دا د ټولو اسلامي او انساني ارزښتونو خلاف عمل دى.

هغه د هرات امنيتي مسوولينو ته لارښوونه وکړه، چې د دې تروريستي پېښې څرنګوالى وڅېړي، ترڅو عاملين يې تشخيص او د قانون منګولو ته وسپارل شي.

د ياد ديني عالم د وژنې مسووليت تراوسه چا نه دى منلى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA