128
۲ چنګاښ ۱۳۹۷
لیکونکی: فضل‌الهادي حميدي

د ولسي جرګې غړو د سولې د پروسې په اړه له دوی سره د مشورې کولو غوښتنه وکړه

ولسي جرګه كه له يوې خوا د سولې پروسې او په هېواد كې د اوربند ملاتړ كوي، خو له بلې خوا يو شمېر وكيلان د سولې د روانې پروسې په اړه اندېښنې هم لري.

د ولسي جرګې ډېرى غړو نن د تېر كوچني اختر په ورځو كې د حكومت او طالبانو لخوا د اوربند ستاينه وكړه او ويې ويل، چې ټول افغانان سوله غواړي.

د ولسي جرګې غړې فوزيه كوفي له حكومته غواړي، چې د سولې د روانې پروسې په اړه دې له ملي شورا سره هم مشوره وكړي.

په همدې حال كې د ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهيمي وكيلانو ته ډاډ وركړ، چې يوه ورځ به د سولې عالي شورا مسوولين او نور اړوند چارواكي خپلې عمومي غونډې ته وروغواړي، ترڅو د سولې د روانې پروسې په تړاو معلومات وركړي.

دا په داسې حال كې ده، چې د ملي يووالي حكومت لومړى د اتو ورځو لپاره او ‌طالبانو د كوچني اختر په درېيو ورځو كې اوربند وكړ، خو حکومت وروسته خپل اوربند لس ورځې وغځاوه، اما طالبانو خپل اوربند ختم اعلان کړ او جګړه يې پيل کړه.

شريکولShare on FacebookShare on Google+Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn
ایمیل *
نوم *
ستاسو څرګندونې *