ads

روسيې او منځنۍ اسيا د افغانستان د سولې بهير ملاتړ وكړ

د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر د ازبکستان پايتخت تاشکند ته د خپل سفر په مهال د افغانستان او سيمې امنيت، ترهګرۍ سره مبارزې او سازمان شوو جرمونو مخنيوي په هدف د افغانستان، روسيې او د منځنۍ اسيا هېوادونو ازبکستان، تاجکستان، قزاقستان او قرغزستان په عالي امنيتي غونډه كې ګډون وكړ.

نویسنده: ISMAT MAYAR
1 چنګاښ 1397

د ملي امنيت شورا دفتر وايي، د امنيتي سکټور د مشرانو په کچه دغه غونډه په لومړي ځل جوړه شوه، چې په کې د سيمې امنيتي حالات وڅېړل وشول، له ترهګرۍ سره مبارزې، نشه يي توکو توليد او قاچاق او همدارنګه د سازمان شوو جرمونو مخنيوي لپاره په كې د سيمې هېوادونو ترمنځ پر ګډو همکاريو د پام وړ بحثونه وشول.
په دې ناسته کې د افغانستان د سولې او پخلاينې پر بهير او په دې برخه کې د سيمې هېوادونو پر فعالې ونډې او همکاريو هم خبرې وشوې.
د ناستې ګډونوالو ټينګار وکړ، چې په افغانستان کې د سولې او ثبات ټينګښت د ټولې سيمې د امنيت او ثبات سبب کېږي، له دې كبله يې د دغه هېواد د سولې او پخلاينې له بهيره خپل بشپړ ملاتړ په ډاګه کړ.
اتمر د غونډې ګډونوالو ته په بېلابېلو برخو كې ځانګړي وړانديزونه او طرحې وړاندې کړې، چې د ګډونوالو لخوا يې هرکلى وشو او هوكړه يې وكړه، چې د وړاندې شوو طرحو او وړانديزونو د پلي کېدو په هدف به کاري ګروپونه جوړ او د غونډې پرېكړې ژر تر ژره عملي شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA