د پکتيا ولايت د وزې ځدراڼ ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي وايي، د ولسوالۍ ولسوال او د تذكرو مدير د دوى سيمو ته د تذكرو د وېش ټيمونه نه لېږي او د مشخصو کسانو په ګټه کار کوي.
دوى زياتوي، د ولسوال ورور د ولسي جرګې راتلونکو ټاكنو ته كانديد دى او غواړي د جعلي تذكرو په جوړولو ځان بريالى کړي.
دوى، چې تېره ورځ د لنډ وخت لپاره د کابل – خوست لويې لارې ته راوتلي وو وويل، که چېرې يې غږ وانه ورېدل شي، نو لاريونونه به پيل کړي.
د وزې ځدراڼ ولسوال عبدالولي بيا د يادو كسانو تورونه ناسم ګڼي او زياتوي، د دوى سيمو ته يې د تذكرو د وېش ټيمونه لېږلي وو، خو هلته ورته د كار اجازه نه وه وركړل شوې.