د جمهور رئيس محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي امنيت شورا تېر مازديګر په ارګ كې غونډه وكړه.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر وايي، په پيل کې د فراه، غزني، فارياب، بدخشان، بغلان، کندوز، بادغيس او سرپل ولايتونو عمومي وضعيت وارزول شو او په دغو ولايتونو کې د امنيتي وضعيت د ښه والي او د دښمن د تهديداتو د دفع کولو په خاطر لازم هدايات صادر شول.
ورپسې د ملي دفاع وزير ډګر جنرال طارق شاه بهرامي د اوربند په مهال د داعش، القاعده او نورو تروريستي ډلو په ضد د اجراآتو راپور غونډې ته وړاندې کړ.
د ملي امنيت شورا د اوربند د دورې پر مديريت ټينګار وکړ او څرګنده يې کړه، چې د هېواد امنيتي او دفاعي ځواکونه دې د اوربند په وخت د دفاع لپاره بشپړ چمتووالى ولري.
په پاى کې د امنيتي او دفاعي ارګانونو اړوندو مسوولينو ته د هغو منسوبينو او سرتېرو د تقديرولو او ستايلو لارښوونه وشوه، چې په کابل ښار کې يې د دوو ځانمرګو بريد كوونكو په نيولو کې رول لوبولى دى.
د يادونې وړ ده، چې دغه دوه ځانمرګي بريد كوونكي پرون د كابل ښار د جاده ميوند سيمې په حلبي سازي کوڅه كې ونيول شول.