جمهور رئيس محمد اشرف غني تېر ماښام د امريکا د جمهور رئيس مرستيال مايک پنس سره د اوربند او سولې پروسې په اړه ټيليفوني خبرې وکړې.
د ارګ د خبرپاڼې له مخې، په دغه ټيليفوني مکالمه کې لومړى د امريكا مرستيال جمهور رئيس د اوربند په تړاو د جمهور رئيس غني پر مدبرانه ګام خوښي وښوده او ويې ستايه.
پنس د سولې له پروسې د واشنګټن ملاتړ اعلان کړ او د اصلاحاتو په برخه کې يې پرمختګونه وستايل.
هغه يو ځل بيا په افغانستان کې د ټاکنو له بهيره ملاتړ څرګند کړ.
د دغو ټيليفوني خبرو په مهال دواړو لورو تروريزم سره پر ګډې مبارزې ټينګار وکړ.
ورپسې جمهور رئيس غني وويل، د افغانستان خلک هغې نقطې او پړاو ته رسېدلي، چې سولې ته د رسېدو په خاطر بايد مهمې پرېکړې ولري.
د امريکا د جمهور رئيس مرستيال وايي، هېواد يې د افغانستان د حکومت له پرېکړو ملاتړ کوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ