ads

ښايي ټرمپ د کډوالو په اړه، د نړيوالو فشارونو ته تسليم شي

ټرمپ د کډوالۍ په اړه د نوي سياست له امله تر سختو نړيوالو فشارونو لاندې دی.
د امريکايي رسنيو د راپورونو له مخې په همدې لړ کې د امريکا د کورني امنيت وزير کريستين نيلسن پر يوه نوې طرحه کار پيل کړی دی او ښايي جمهور رييس يې لاسليک کړي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
31 غبرګولی 1397
ښايي ټرمپ د کډوالو په اړه، د نړيوالو فشارونو ته تسليم شي

ټرمپ د کډوالۍ په اړه د نوي سياست له امله تر سختو نړيوالو فشارونو لاندې دی.
د امريکايي رسنيو د راپورونو له مخې په همدې لړ کې د امريکا د کورني امنيت وزير کريستين نيلسن پر يوه نوې طرحه کار پيل کړی دی او ښايي جمهور رييس يې لاسليک کړي.
تر هغه وروسته ښايي ټرمپ په دې اړه صادر شوي فرمانونه بېرته لغوه کړي.
ټرمپ د خپلې نوې تګلارې له مخې ويلي وو، چې هېڅ غير قانوني کډوال امريکا ته د تګ اجازه نه لري او د ټولو پر وړاندې به سخت قانوني چلند کېږي.
همدا راز يې پرېکړه کړې وه، چې له ځينو کډوالو به يې اولادونه بېلوي، اولادونو ته به يې پناه ورکوي او مور پلار به يې شړي.
خو ټرمپ له دې پرېکړې وروسته په نړيواله کچه تر فشارونو او نيوکو لاندې راغلی دی.
ان تر دې چې د نوموړي مېرمن ميلانيا او لور يې ايوانکا د ټرمپ ددې کار مخالفې دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA