ads

په کونړ کې هوايي برېد داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې ده

د کونړ سيمه‌ييز چارواکي په دې ولايت کې د بې‌پيلوټه الوتکې په يوه بريد کې د داعش د څو وسله‌والو د وژل کېدو او ټپي کېدو خبر ورکوي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
31 غبرګولی 1397
په کونړ کې هوايي برېد داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې ده

د کونړ سيمه‌ييز چارواکي په دې ولايت کې د بې‌پيلوټه الوتکې په يوه بريد کې د داعش د څو وسله‌والو د وژل کېدو او ټپي کېدو خبر ورکوي.
د کونړ د امنيه قوماندانۍ وياند فريدالله دهقان وايي، تېره ورځ د نړيوالو ځواکونو بې‌پيلوټه الوتکې د څوکۍ ولسوالۍ د ديوه ګل درې په چمبېل سيمه کې د داعش پر وسله‌والو بريد کړی چې په‌کې درې تنه وسله‌وال وژل شوي او يو ټپي شوی دی.
په هېواد کې دېره نړيوالو ځواکونو او داعش ډلې تر اوسه د دغه بريد په اړه څه نه‌دي ويلي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA