ads

وسله والو طالبانو د ګل اغا شېرزي خبرې بې بنسټه وبللې

وسله والو طالبانو د يوې اعلاميې په خپرولو سره، د سرحدونو قومونو او قبايلو چارو د وزير محمد شفيق ګل اغا شيرزي هغه ادعا بې بنسټه بللې دي چې ګواګي د طالب مشرانو سره يې د سولې په اړه خبرې او تماسونه نيولي دي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
31 غبرګولی 1397
وسله والو طالبانو د ګل اغا شېرزي خبرې بې بنسټه وبللې

وسله والو طالبانو د يوې اعلاميې په خپرولو سره، د سرحدونو قومونو او قبايلو چارو د وزير محمد شفيق ګل اغا شيرزي هغه ادعا بې بنسټه بللې دي چې ګواګي د طالب مشرانو سره يې د سولې په اړه خبرې او تماسونه نيولي دي.
د سرحدونو قومونو او قبايلو چارو وزیر ګل اغا شېرزي پرون په کندهار کې د سولې په اړه جوړې شوې ولسي غونډې ته وويل، د سولي راوستلو لپاره يې يوه جرګه جوړه کړې، څو له ټولو وسله والو ډلو سره د خبرو زمينه برابره کړي.
شېرزي وويل، د سولي دا جرګه يې درې مياشتي وړاندې په کندهار کي جوړه کړې او اوس يې د خپلو فعاليتونو په لړۍ کې ان د کوېټي شورا او پېښور له هغه طالب چارواکو سره تماسونه نيولي، چي دلته جګړه تنظيموي.
د وسله والو طالبانو له خوا په خپره شوې اعلاميه کې راغلي چې د سولې د خبرو اترو په اړه د دوی درېځ معلوم دی او نه غواړي پدې اړه په بې اغېزه خبرو وخت ضايع کړي.
د يادونې ده چې وسله والو طالبانو په ځلونو د افغان حکومت د سولې وړاندېزونه رد کړي او له امريکا سره د مستقيمو خبرو غوښتنه يې کړې ده هغه څه چې امريکا تل ورته د رد ځواب ورکړی دی.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA