اسلام اباد د ملا فضل الله د وژلو په برخه کې د افغان حکومت له همکارۍ مننه کړې ده.
د پاکستان جمهور رييس ممنون حسين له اجراييه رييس عبدالله عبدالله سره په ليدنه کې د پاکستاني طالبانو د مشر ملا فضل الله په وژلو کې د افغان حکومت له مرستې د مننې تر څنګ ويلي، چې هېواد به يې وسله والو ډلو سره رښتينې مبارزه کوي او هيڅ ډلې ته به د سيمې د نا امنه کولو اجازه ورنه کړي.
هغه دغه راز د افغان او پاکستاني دولتونو تر منځ د پخلاينې خبرو ته هيله مندي ښودلې او ويلي يې دي چې دا خبرې به مثبتې پايلې ورکړي او د سيمې د با ثباته کولو لپاره به مؤثرې ثابتې شي.
د راپورونو له مخې عبدالله عبدالله ويلي، چې پاکستان بايد له استثنا پرته له ټولو ترهګرو سره يو ډول چلند وکړي او پر وړاندې يې رښتينې مبارزه وکړي.
عبدالله دغه راز په افغانستان کې د ملا فضل الله وژلو ته په اشارې وويل، چې افغانستان تر دې وړاندې هم د همدې ډلې ډېری غړي په نښه کړي او حکومت يې د ترهګرو تر منځ هيڅ توپير نه پېژني.
د يادونې ده، چې عبدالله عبدالله د لوړپوړي افغان پلاوې له سفر وروسته ياد هېواد ته تللی او پر افغان سوله يې له پاکستاني چارواکو سره خبرې اترې کړې دي.