اجراييه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله د پاکستان له جمهور رييس ممنون حسين سره د سولې پر پروسې او اوربند خبرې وکړې.
اجرايه رياست وايي، دا ليدنه نن دتاجکستان په پلازمينه دوشنبه کې وشوه. سرچينه زياتوي، په ياده ليدنه کې دواړو مشرانو دافغانستان او پاکستان پر سياسي، اقتصادي او سوداګريزو اړيکو، دغه راز د سولې پروسې او د ترهګرۍ ضد پر مبارزې هم خبرې وکړې.
د پاکستان جمهور رييس د اختر په ورځو کې له وسله والو طالبانو سره د افغان حکومت د اوربند نوښت وستايه او دا يې د سولې لپاره ښه اقدام وباله.
ممنون حسين وويل، چې هېواد يې د افغانستان د سولې ملاتړ کوي او په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دي.
اجراييه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله له پاکستان څخه وغوښتل، چې هغوی دې پخپله خاوره کې د افغان طالبانو او نورو ترهګرو ډلو پر ضد ورته اقدامات وکړي.