ads

د سعودي بادشاه په افغانستان کې د اوربند غځولو غوښتنه کړې ده

د سعودي پادشاه سلمان بن عبدالعزيز په افغانستان کې د اوربند د هرکلي ترڅنګ له دواړو لوريو يې د غځولو غوښتنه کړې ده.

نویسنده: ISMAT MAYAR
31 غبرګولی 1397
د سعودي بادشاه په افغانستان کې د اوربند غځولو غوښتنه کړې ده

د سعودي پادشاه سلمان بن عبدالعزيز په افغانستان کې د اوربند د هرکلي ترڅنګ له دواړو لوريو يې د غځولو غوښتنه کړې ده.
په رياض کې د سعودي عربستان له شاهي ماڼۍ څخه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې بادشاه سلمان بن العزيز د تېر کوچني اختر پر مهال په افغانستان کې له شوي اوربند څخه ډېر خوشحاله شوى دى.
نوموړي د افغان حکومت او طالبانو ددې اقدام ستاينه کړې او خپل ملاتړ يې ترې څرګند کړى دى.
د سعودي عربستان بادشاه هيله څرګنده کړې چې دواړه لوري به دا اوربند د اوږدې مودې لپاره وغځوي، څو دواړه خواوې د سولې لپاره په ګډه هلې ځلې وکړي .
نوموړي ويلي چې افغانان له اوږدې مودې راهيسې له جګړو او وحشتونو څخه ځورېدلي، خو له اسلامي نړۍ سره به په ګډه د افغانانو د سولې، ملي پخلاينې، هوساينې او ښې راتلونکې لپاره کار کوي.
بلخوا په واشنګټن کې د سعودي عربستان سفير او د شاه سلمان زوى خالد بن سلمان ويلي چې د افغانستان د جمهور رييس اشرف غني په غوښتنه دوى د افغان سولې له پر وسې څخه بشپړ ملاتړ کوي.
د يادونې ده چې د اختر په ورځو کې افغان حکومت او طالبانو لنډ مهاله اوربند کړى و، خو له اختر وروسته افغان حکومت لس ورځې نور د اوربند اعلان وکړ، خو طالبانو انکار کړى دى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA