ads

په ننګرهار كې له ۲۵۰ بزګرانو سره مرسته وشوه

د ننګرهار د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ رياست مسوولينو په دې ولايت کې ۲۵۰ بزګرانو ته د شولې د کرکيلې وسايل او سره ووېشله.

نویسنده: mayar
30 غبرګولی 1397
په ننګرهار كې له ۲۵۰ بزګرانو سره مرسته وشوه

د ننګرهار د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ رياست مسوولينو په دې ولايت کې ۲۵۰ بزګرانو ته د شولې د کرکيلې وسايل او سره ووېشله.
د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ رئيس رفيع الله رحيمزي کليد ته وويل، دا مرسته د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت لخوا په خوږياڼو، پچيراګام، رودات، بټي کوټ، مومندرې، هسکې مېنې، دره نور، کوز کونړ، کامې، بهسود او سره رود ولسواليو کې هغو بزګرانو ته، چې سږ کال ورته د شولو نمايشي قطعې جوړې شوې وې، ووېشل شوه.
هغه زياته كړه، دا وسايل او سره بزګرانو ته په دې هدف وركړل شوه، چې په يادو ولسواليو كې ورڅخه په ګټې اخيستنې سره شولې په نوې بڼه وکري او لوړ حاصل ترلاسه كړي.
بزګران له يادو مرستو خوښ دي او وايي، که د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ رياست يې دغه ډول په وخت لاسنيوى وكړي، نو حاصل به يې لا زيات شي.
خو د دې رياست د مسوولينو په وينا، دا پروګرام يې په همدې هدف پيل کړى، ترڅو بزګران له کمې ځمکې ډېر حاصل لاس ته راوړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA