ads

په غزني ښار كې څلور كسيزه وسله واله ډله نيول شوې

د ملي امنيت منسوبينو په غزني ښار كې يوه څلور كسيزه وسله واله ډله نيولې ده.

نویسنده: mayar
30 غبرګولی 1397
په غزني ښار كې څلور كسيزه وسله واله ډله نيول شوې

د ملي امنيت منسوبينو په غزني ښار كې يوه څلور كسيزه وسله واله ډله نيولې ده.
د غزني د والي وياند محمد عارف نوري كليد ته وويل، له دغو كسانو څخه اته ميله وسلې، دوه موټرونه، يو موټر سايكل او يوه اندازه پوځي مهمات ترلاسه شوي دي.
هغه زياته كړه، نيول شوو كسانو په لومړنيو څېړنو كې اعتراف كړى، چې د ترور، سړي تښتونې او ترهګرۍ په ځينو پېښو كې يې لاس درلود.
د نوري په خبره، د دغو ترهګرو دوسيې د قانون د تطبيق په هدف عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوې دي.
د دولت وسله والو مخالفينو تر دا مهاله په دې تړاو رسنيو ته څه نه دي ويلي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA