ads

نوې اړيکې مو کوم لوري ته وړي؟

په وروستيو کې د افغان او پاکستاني چارواکو تر منځ تګ راتګ پيل شوی دی او دا څرګندوي چې د کابل او اسلام اباد تر منځ خورا ترينګلې اړيکې يو ځل بيا د ښه کېدو په لور روانې دي.

نویسنده: mayar
30 غبرګولی 1397
نوې اړيکې مو کوم لوري ته وړي؟

په وروستيو کې د افغان او پاکستاني چارواکو تر منځ تګ راتګ پيل شوی دی او دا څرګندوي چې د کابل او اسلام اباد تر منځ خورا ترينګلې اړيکې يو ځل بيا د ښه کېدو په لور روانې دي.

وروستی مورد يې اسلام اباد ته د  حنیف اتمر په مشرۍ د يوه لوړ پوړي پلاوي سفر و. د ملي امنيت د سلاكار محمد حنيف اتمر په مشرۍ اسلام اباد ته د افغان لوړ پوړي پلاوي د سفر په مهال له بېلابېلو پاكستاني چارواكو سره ليدنې او ګټورې خبرې وشوې. په دغه سفر کې افغان چارواكو د پاکستان د ملي امنيت له سلاکار، لوى درستيز، د امنيتي دستګاه مشرتابه، د بهرنيو چارو وزارت مرستيال، د اوپراسيون رئيس، په اقتصادي چارو کې د لومړي وزير سلاکار او د دغه هېواد له نورو لوړ پوړو چارواکو سره وليدل. په امنيتي برخه کې هوکړه وشوه، چې دواړه لوري به “د سولې او پيوستون لپاره د افغانستان او پاکستان د عمل پلان” کې د موجوده ژمنو، چې د دواړو غاړو ترمنځ د همکارۍ هر اړخيز مهم او جامع چوکاټ دى، له پلان سره سم د عملي کولو لپاره ژر تر ژره مشخص ګامونه واخلي.

دواړو لورو د سولې بهير د پر مخ وړلو او د تاوتريخوالي کمولو لپاره په ځانګړي ډول په راتلونکو ورځو کې د مشخصو اقداماتو د عملي کولو پر سر هوكړه وكړه. په اقتصادي برخه کې د افغانستان له لارې له مرکزي اسيا د برېښنا د لېږد، له مرکزي اسيا ګوادر او بالعکس مرکزي اسيا ته د سوداګرۍ او ټرانزيټ اسانتياوو چمتو کولو، د طرفينو ترمنځ له نړيوالو ژمنو سره سم د ريل پټلۍ جوړولو او د جلال اباد – کابل لويې لارې د پراختيا په برخه کې مشخصې هوكړې وشوې. يوازې دا هم نه بلکې جمهور رييس غني د پاکستان د پوځ مشر ته بلنه ورکړې چې کابل ته سفر وکړي، دغه بلنه د ملي امنيت شورا د سلاکار حنيف اتمر د همدې سفر پر مهال هغه ته رسول شوې ده.

د همدې بلنې پر بنسټ ټاکل شوې د پاکستان د پوځ مشر جنرال جاويد قمر باجوه کابل ته راشي. د افغانستان د ملي امنيت شورا هم تاييدوي، چې جمهور رئيس محمد اشرف غني د پاکستان له لوی درستيز جنرال قمر جاوېد باجوه غوښتي، چې کابل ته سفر وکړي. د دغې شورا د وياند قادرشاه په خبره، کابل ته د جنرال باجوه د سفر کره نېټه څرګنده نه ده، خو ويې ويل، دا هم د عمل د پلان تعقيبي ناسته ده. د پاکستان پوځ هم په يو بيان کې ويلي، جنرال باجوه کابل ته د سفر بلنه منلې او ټاکل شوې په راتلونکو ورځو کې يې ترسره كړي.

که څه هم د ګاونډیو هېوادونو ترمنځ ښې اړيکې له ديپلوماتيک پلوه يو خورا ښه ګام دی، خو په تېرو ۱۷ کلونو کې د افغانستان او پاکستان د اړيکو لوړو ژورو څرګنده کړې ده، چې ډېری وخت له کابل سره د اسلام اباد ژمنې د دروغو پر اساس ولاړې دي او په هغو برخو کې عملي همکاري نه ده ليدل شوې چې ژمنې يې شوې دي. افغانستان په دې برخه کې له پاکستان هېڅ ښې خاطرې نه لري. ډېری وخت پاکستاني چارواکو د سولې، امنيت، له ترهګرۍ سره د مبارزې، دوه اړخيزو اړيکو او نورو برخو کې له افغان چارواکو سره ژمنې کړې دي خو وروسته يې په دغه يوه ژمنه هم عمل نه دی کړی، نو اوس دا پوښتنه رامنځ ته کیږي، چې يو ځل بيا پاکستان ته د افغان چارواکو تمايل د څه پر بنسټ دی؟ کوم باور او تضمين ترلاسه شوی چې يو ځل بيا افغان حکومت زړه ښه کړ چې له اسلام اباد سره اړيکې ورغوي؟

له دې کبله يو ځل بيا ځيرکتيا ته اړتیا ده او افغان حکومت ته ښايي چې په دې برخه کې دقیق ووسي. له شک پرته چې اوس مهال پاکستان تر سخت نړيوال فشار لاندې دی او له هرې لارې هڅه کوي دغه فشارونه په ځان راکم کړي او نړيوالې ټولنې ته څرګنده کړي چې دوی په ټولو برخو کې رښتيني دي، خو که يو ځل بيا هم پاکستان په شوو ژمنو عمل نه کوي افغان چارواکي به ملت ته څه ځواب ولري چې ولې يې پاکستان ته وخت ورکړ تر څو له نړيوال فشار ځان وباسي او افغانستان هم دوکه کړي.

نو ځکه بايد افغان چارواکي په خورا ځېرکۍ او د مشخصې ستراتېژۍ په رڼا کې له پاکستان سره په اړيکو کې مخکې لاړ شي. تر څو په رښتيني ډول د هغو ستونزو او مسئلو په برخه کې له پاکستان عملي همکارۍ ترلاسه کړي چې د عمل په پلان کې ځای ورکړل شوی دی.

تر دې ورهاخوا به دغه سفرونه يو ځل نمايشي بڼه ولري او افغان ملت ته به يې د تېر په څېر هېڅ ګټه ونه رسېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA