ads

صنعتکارې ښځې: د لاسي صنعت ملاتړ دې وشي

په افغانستان کې لاسـي صنايع تر ډېره د ښـځـو د زيـار پايـلـه ده او دوی د افغـانستـان دغه مهم صنايع نړيوالو ته ورپېژندلي دي، خو افغان صنعتکارې ښځې ګیله لري چې له لاسي کارونو يې څوک ملاتړ نه کوي او صنعت يې ښه بازار نه لري.

نویسنده: mayar
30 غبرګولی 1397
صنعتکارې ښځې: د لاسي صنعت ملاتړ دې وشي

په افغانستان کې لاسـي صنايع تر ډېره د ښـځـو د زيـار پايـلـه ده او دوی د افغـانستـان دغه مهم صنايع نړيوالو ته ورپېژندلي دي، خو افغان صنعتکارې ښځې ګیله لري چې له لاسي کارونو يې څوک ملاتړ نه کوي او صنعت يې ښه بازار نه لري.
عايده رحماني چې په سرپل ولايت کې د معراج په نوم د ښځو د اقتصادي پراختيا د موسسې مسووله ده له همدې ستونزې سر ټکوي. نوموړې وايي لس کاله کېږي چې د لاسي صنعت په برخه کې کار کوي.
نومـوړې وايـي، له خپـلـې شخصـي پانګـې يې چې ۵۰زره افغانۍ وې په کار پيل وکړ او لومړني کارونه يې هم د شال او ګليمونو اوبدل وو: ((يوازې د يو ځل لپاره مې له يوې موسسې يوه لنډمهاله پروژه ترلاسه كړه، نور مې په تېرو لسو کلونو کې په خپله پانګه کار کړی دی.))
د عايدې په خبره، تر ډېره له كونډو او بې وزلو ښځو سره كار كوي: ((د ګليمونو د اوبدلو په برخه كې د مرزا اولنګ ولسوالۍ ۸۰ تنه اړمنې ښځې په كار بوختې دي.))
عايده وړاندې وايي، په صياد ولسوالۍ كې يې د شال او ګيلم اوبدلو لپاره دوه تنه ښځې د ښوونكو په توګه او ۲۰ تنه نورې د زدهکوونکو په توګه په کار وګمارلې، خو اوس دا شل تنه زدهکوونکې خپله ښوونکې دي.))
نوموړې زياتوي، په دې وروستيو كې يې د ګليمونو اوبدلو كار ته پراختيا وركړې: ((له خپلو درېيو تنو شريكانو سره چې يو نارينه او دوه تنه ښځې دي؛ په ګډه كار كوو او اوبدل شوي ګيلمونه ايران او پاكستان ته صادروو، ځکه په دې دوو هېوادونو کې ډېر مينهوال لري.))
دغه صنعتکاره مېرمن وايي، اوس هم د لاسي صنايعو په برخه كې ورسره شل ښځې په کار بوختې دي: ((ځينې وخت د هغو ښوونځيو لپاره چې د ځانګړو ورځو د لمانځلو لپاره د ترانې ټيم لري، كميسونه ګنډو او يا هم د واده د مراسمو لپاره ښځينه جامې ګنډو، ځكه په بازار كې له نارينهوو دوكاندارانو سره پېژندګلوي نه لرو.))
نوموړې زياتوي، که څه هم په سرپل ولايت كې د ښځو د توليداتو لپاره كوم ځانګړی بازار نشته، خو ډېرې مينهوالې لري.
د عايدې په خبره، د سرپل ولايت په ښځينه بڼ كې يو دوكان لري، خو د ناامنيو له وېرې نه شي كولای، خپل محصولات په دوکان کې کېږدي. د هغې په خبره په دې ولايت کې د ترکي او ايراني غاليو په پرتله ګليمونه ښه بازار لري.
عايده هم د نورو سوداګرو ښځو په څېر د سوداګرۍ او صنايعو له خونو غواړي چې د ښځو د ځان بسياينې لپاره دې كار وكړي او هغوی ته دې ښه فرصتونه برابر كړي: ((د پور د اخيستو په برخه کې ښځې له ډېرو ستونزو سره مخ دي، په لومړي سر كې له موږ د كور قباله غواړي او چې کله قباله ور وړو بيا وايي بايد يو دوکاندار ستاسې ضمانت وکړي.))
د عايدې په خبره، پور وركوونكي بانكونه د پور له وركولو سره سم ۱۵ زره افغانۍ ترې بېرته ګرځوي او د پور په بېرته اخيستو كې هم له دوی سره هېڅ مراعات نه كېږي.
خو سـوداګـرې ښځـې وايـي، چې ۵ يا ۶ مياشتې دې ورسره مراعات وشي، تر څو يې کاري وضعيت لږ څه ښه شي: ((تر هغې چې زموږ صنايع خرڅ شوي نه وي، راته ستونزه وي چې بېرته پیسې ورکړو.))
د يادولو ده چې د سرپل ولايت ښځې د لاسي صنعت تر څنګ د مميزو پاكولو، مالدارۍ او وړيو اوبدلو په برخو کې هم په کار بوختې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA