ads

د اروزګان ځايي چارواکي: د طالبانو ډله ييز بريدونه مو په شا تمبولي

امنيتي مسوولين په اروزګان ولايت كې د وسله والو طالبانو د ډله ييزو بريدونو د په شا تمبولو خبر وركوي.

نویسنده: mayar
30 غبرګولی 1397
د اروزګان ځايي چارواکي: د طالبانو ډله ييز بريدونه مو په شا تمبولي

امنيتي مسوولين په اروزګان ولايت كې د وسله والو طالبانو د ډله ييزو بريدونو د په شا تمبولو خبر وركوي.
سيمه ييز امنيتي چارواکي وايي، طالبانو تېره شپه د دهراود ولسوالۍ د عثمانزو او لبنان پر پوستو ډله ييز بريدونه كړي، چې په ځوابي ډزو كې درې طالبان وژل شوي او يو بل ټپي دى.
د دهراود امنيه قوماندان شاه محمد شاه كليد ته وويل، د طالبانو د تېرې شپې ډله ييز بريدونه يې په شا تمبولي او امنيتي ځواكونو اووه كړۍ ماينونه ترلاسه كړي دي.
د هغه په خبره، په دې جګړه كې افغان ځواكونو ته زيان نه دى اوښتى.
وسله والو طالبانو تر دا مهاله د دغو څرګندونو په تړاو څه نه دي ويلي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ملي يووالي حكومت له وسله والو طالبانو سره اوربند د لسو ورځو لپاره غځولى او افغان ځواكونه دا مهال په دفاعي حالت کې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA