ads

بادغيس کې ملي اردو او وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې

په بادغيس كې ملي اردو او وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

نویسنده: mayar
30 غبرګولی 1397
بادغيس کې ملي اردو او وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې

په بادغيس كې ملي اردو او وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دغه ولايت د ولايتي شورا غړي محمد ناصر نظري کليد ته وويل، طالبانو تېره شپه په بالامرغاب او اب کمري ولسواليو کې پر امنيتي پوستو بريدونه کړي دي.
د نوموړي په خبره، په بالامرغاب ولسوالۍ کې د ملي اردو ۲۰ سرتېري وژل شوي او دوه پوستې يې طالبانو نيولې دي.
هغه د طالبانو مرګ ژوبله هم له ۲۰ تنو لوړه وبلله. خو د بادغيس د پوليسو وياند نقيب اميني له کليد سره په خبرو کې د ملي اردو د ۲۰ سرتېرو وژل کېدل رد کړل.
نوموړی وايي، په بالامرغاب ولسوالۍ کې د ملي اردو څلور سرتېري او نهه طالبان وژل شوي، دوه امنيتي سرتېري او شپږ طالبان ټپيان دي.
اميني وويل، په اب کمري ولسوالۍ کې پر امنيتي پوستو د طالبانو له بريدونو وروسته د دې ولسوالۍ ټولو اوسېدونکو د امنيه قوماندان په غوښتنه د امنيتي ځواکونو ترڅنګ د طالبانو په ضد قيام وکړ، چې په پايله کې يې د طالبانو ۴۰ موټر سايکلونه او وسلې ترلاسه شوې. د هغه په وينا، په جګړه كې ۱۵ طالبان وژل شوي او ۲۱ نور ټپيان دي.
نوموړي په اب کمري ولسوالۍ کې د يوه پاڅون کوونکي وژل كېدل او دوو سيمه ييزو پوليسو ټپي کېدل تاييد کړل.
طالبانو تر دې مهاله په دې تړاو څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA