347
۳۰ غبرګولی ۱۳۹۷
لیکونکی: عابده طلايي

تر انتها اوښتی تاوتریخوالی

که څه هم په افغانستان کې د ښځو په وړاندې تاوتريخوالی نوې خبره نه ده، خو ځينې موارد يا بيا دومره شديد وي چې انسانيت پرې شرمېږي. د وردګو ولايت د چك ولسوالۍ اوسېدونکې ګل مينه هم له دوامداره او نه پای ته رسېدونکي تاوتريخوالي سره مخ شوې او ډېر دردونه يې ليدلي دي.
ګل مينه په ماشومتوب کې له خپل پلار او مور يتيمه پاتې شوې او په ۱۶ کلنۍ کې د وروڼو له لوري په زور واده شوې ده، خو له هغه ورځې چې واده شوې د خسر په کور کې يې ښه ورځ نه ده لیدلې. نوموړې وايي، د ورور په كور كې يې د ورور او ورېندارې ظلمونه ګالل، خو چې واده شوه، ژوند يې تر هغې هم تريخ شو: ((ما د خپل ژوند په ۴۰ كلونو كې د خوښۍ ورځ ونه ليده، خو اوس چې د درېيو ماشومانو مور يم، ماشومان مې هم ظلمونه ګالي.))
د ګل مينې په خبره، له واده يې ۲۴ کاله تېرېږي، خو خاوند يې په دې ټوله موده کې يوازې په کال کې درې مياشتې له دوی سره وي او نور په ايران کې په مزدورۍ پسې ورک وي: ((د ماشومانو لپاره مې هر کار ته لاس اچوم، خامک دوزي کوم، آن تنورونه مې هم جوړ کړي دي، خو خسرګنۍ مې له دې سره سره هم هېڅکله خوشاله نه شوه او هره شېبه مې د وهلو لپاره پلمې لټوي، خواښې او لېور مې د ماشومانو په مخ کې په ناحقه وهي ټکوي.))
ګل مينه وايي چې کله يې خاوند له ايران څخه راشي، کورنۍ يې هغه هم ورته لمسوي او هغه يې هم وهي: ((يوه شپه يې تر هغې ووهلم چې ټول بدن مې شين واوښت، نو ما قران شريف او يوه لويه چاړه د خپل خاوند مخ ته کېښوده او ورته ومې ويل، چې ستا دې په همدې قران قسم وي چې همدا اوس ما ووژنه او له دې ژوند نه مې خلاصه کړه.))
ګل مينه وايي، يوه ورځ يې چې خاوند په کار پسې ايران ته لاړ، خواښې او لېوره يې دا راونيوله، وهل ټکول يې ورکړل او له کوره يې وايستله: ((خواښې مې ويل چې زوی مې له تا څخه مرور تللی، له ناچارۍ د ورور کور ته لاړم، ورېرونو ته مې پيسې ورکولې چې ماشومان مې راته راولي او ويې ګورم.)) ګل مينه د خپل تريخ ژوند کيسه پسې غځوي او وايي، د خپل پلار په کور يې ګوزاره ونه شوه، ورور يې مجبوره کړه چې د خپلې خسرګنۍ کره لاړه شي، خو بالاخره يې له ځان سره فکر وکړ چې د دې کور نږور نه شي کېدای: ((دوه کاله مخکې مې له خپل لېوره وغوښتل چې ما کابل ته راولي چې ډاکټر ته لاړه شم، غوښتل مې کابل ته په راتلو په خپل خاوند عريضه وکړم، ځکه وردګو کې زما غږ څوک نه اوري او که ښځې شکايت هم وکړي، بېرته يې د خپل خاوند کور ته لېږي او تر پخوا ډېره له تاوتريخوالي سره مخ کېږي.))
ګل مينه چې کابل کې بلده نه ده او هومره څوک نه پېژني، پوليسو ته شکايت کوي او هغوی يې هم د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي محکمې ته معرفي کوي: ((خاوند مې هم محکمې ته راوغوښتل شو او د قاضي په مخکې کې مو خپل شکايتونه وکړل، قاضي مې خاوند ته وويل چې سبا دې د دواړو خواوو څخه يو، يو تن محکمې ته حاضر شي، خو خاوند مې ورته وويل چې دا زما لومړی او وروستی وار و چې محکمې ته حاضر شوم، نور نه راځم، پرته له دې چې کوم ضمانت ترې واخلي، هغه يې خوشي کړ.))
ګل مينې په داسې حال کې چې ژړا خبرو ته نه پرېښوده د خپل ژوند کيسه پسې وغځوله: ((اوس مې چې خاوند ته محکمه هر څومره زنګونه وهي ځواب نه ورکوي، يو کال د مخه چې محکمې ورته زنګ وهلی و، ورته يې ويلي و چې نور زما ښځه نه ده، د محکمې ښځه ده، نه طلاق ورکوم او نه يې کور ته وړم.))
له بل لوري د ګل مينې خواښې محکمې ته ويلي چې زوی يې ايران ته د تګ پر مهال ويلي چې نور په ژوند کې د خپلې ښځې نوم نه اخلي، که يې په دروازه ور ننوته وژني يې، ځکه محکمې ته تللې او د دده نوم يې بد کړی دی، نه يې غواړي او نه طلاق ورکوي.))
په همدې حال کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي په څارنوالۍ کې د ګل مينې د دوسيې اړوند څارنوال وايي، د ګل مينې خاوند اوس مهال په ايران کې دی او هر وخت چې ورته زنګ ووهي، خپل ټلېفون نه ځوابوي، خو د نوموړي په خبره، محکمه په دې هڅه کې ده چې د هغه د کورنۍ له لارې د ګل مينې خاوند محکمې ته حاضر کړي.

شريکولShare on FacebookShare on Google+Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn
ایمیل *
نوم *
ستاسو څرګندونې *