ads

د وسله والو طالبانو او سرحدي پوليسو په نښته کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ننګرهار په خوږياڼو ولسوالۍ كې د وسله والو طالبانو او سرحدي پوليسو ترمنځ نښته كې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

نویسنده: mayar
29 غبرګولی 1397
د وسله والو طالبانو او سرحدي پوليسو په نښته کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ننګرهار په خوږياڼو ولسوالۍ كې د وسله والو طالبانو او سرحدي پوليسو ترمنځ نښته كې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د والي وياند عطاء الله خوږياڼي کليد ته وويل، طالبانو تېره شپه يوه نيمه بجه په خوږياڼو ولسوالۍ کې د سرحدي ځواکونو پر درېيم ټولي بريد وكړ او وروسته نښته رامنځته شوه.
د هغه په وينا، جګړې د سهار تر څلورو بجو دوام درلود.
خوږياڼي زياته كړه، د نښتې په مهال دوه سرحدي پوليس او پنځه طالبان وژل شوي، دوه سرحدي پوليس او درې طالبان ټپيان دي.
د والي د وياند په خبره، طالبانو غوښتل په لويه کچه د سرحدي ځواکونو پر ياد ټولې وسله وال بريد وکړي، خو بريالي نه شول.
وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ويلي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA