د هلمند د سولې كاروان تر سلګونه كيلومټره پلي مزل وروسته تېره شپه كابل ښار ته راورسېد.
د دغه كاروان ګډونوال د يکشنبې په سهار له ميدان ښاره د کابل په لور وخوځېدل.
د هلمند د سولې كاروان مطبوعاتي مسوول بسم الله وطندوست وايي، په کابل ښار کې نن يوه لويه غونډه جوړوي او د سولې غږ به پورته کړي.
د ياد كاروان اتو غړو تېره مياشت خپل پلى مزل له لښکرګاه څخه د کابل په لور پيل کړ او د کندهار، زابل، غزني او ميدان وردګ له سيمو د تېرېدو په مهال لسګونه نور کسان ورسره يوځای شول.
د سولې دا ولسي حرکت په کور دننه او نړيواله کچه ستايل شوی دی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ