ads

د غني خېلو سرپرست ولسوال ووژل شو

د ننګرهار ولايتي چارواكي وايي، د حکومت وسله والو مخالفينو د دې ولايت د غني خېلو ولسوالۍ سرپرست ولسوال سبحان الله خطاب په يو وسله وال بريد کې وژلى او د هغه يو ساتونکى يې ټپي کړى دى.

نویسنده: ISMAT MAYAR
28 غبرګولی 1397
د غني خېلو سرپرست ولسوال ووژل شو

د ننګرهار ولايتي چارواكي وايي، د حکومت وسله والو مخالفينو د دې ولايت د غني خېلو ولسوالۍ سرپرست ولسوال سبحان الله خطاب په يو وسله وال بريد کې وژلى او د هغه يو ساتونکى يې ټپي کړى دى.
د والي وياند عطاء الله خوږياڼي کليد ته وويل، وسله والو مخالفينو نن سهار شاوخوا ۱۰ بجې د ماركو فارم په سيمه كې د خطاب پر موټر بريد وكړ.
د خوږياڼي په خبره، په ځوابي بريد كې وسله والو مخالفينو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو کره جزيات يې نه لري.
د پېښې مسووليت تراوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA