يوې زورورې زلزلې نن د جاپان په لوېديځ كې اوساكا ښار ولړزاوه، لږ تر لږه درې تنه يې ووژل او لسګونه نور يې ټپيان كړل.
د راپورونو له مخې، په وژل شوو كسانو كې دوه زاړه سړي او يوه نهه كلنه نجلۍ شامله ده.
د جاپان لومړي وزير شينزو ابې وويل، حکومت هڅه کوي په زلزله ځپلي ښار اوساکا او شاوخوا سيمو کې يې د خلکو ژوند خوندي کړي.
ځايي چارواکي وايي، زلزلې د ودانيو ښيښې ماتې کړې او د ودانيو ځينې برخې يې ونړولې.
د زلزلې شدت د رېختر په كچه شپږ اعشاريه يو درجه ښودل شوى او مرکز يې تر ځمکې لاندې ۱۰ كيلومټره ژور و.
د چارواکو په خبره، زلزلې په سيمه کې د جاپان اټومي ريکټرونه نه دي اغېزمن کړي.