ads

ننګرهاريانو د اوربند د غځېدو غوښتنه وكړه

د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې نن د دې ولايت له بېلابېلو ولسواليو سلګونو را ټولو شوو ديني عالمانو او ځوانانو د سوله ييز لاريون په ترڅ کې له ملي يووالي حکومت او افغان وسله والو طالبانو وغوښتل، چې جګړې ته د پاى ټکي کېږدي او شوى لنډ مهاله اوربند اوږد مهاله او تلپاتې کړي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
26 غبرګولی 1397
ننګرهاريانو د اوربند د غځېدو غوښتنه وكړه

د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې نن د دې ولايت له بېلابېلو ولسواليو سلګونو را ټولو شوو ديني عالمانو او ځوانانو د سوله ييز لاريون په ترڅ کې له ملي يووالي حکومت او افغان وسله والو طالبانو وغوښتل، چې جګړې ته د پاى ټکى کېږدي او شوى لنډ مهاله اوربند اوږد مهاله او تلپاتې کړي.
ديني عالمانو وويل، سوله الهي حکم او د افغانانو اړينه اړتيا ده، له همدې كبله يې له نورو وسله والو ډلو هم غوښتنه وكړه، چې اوربند او سوله وکړي.
دوى د يوه پرېكړه ليك په خپرولو سره له حکومت او طالبانو وغوښتل، چې د جګړې اسيران د سولې ټينګښت په هدف ازاد کړي.
د يادونې وړ ده، چې د جمهور رئيس محمد اشرف غني او طالبانو له لوري اعلان شوى اوربند د هېواد په لر او بر کې د هېوادوالو له تود هرکلي سره مخ شوى دى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA