ads

راتلونكو ټاكنو ته نږدې پنځه نيم زره احتمالي كانديدانو نومليكنه كړې

د ټاكنو خپلواك كمېسيون مسوولين وايي، سره له دې، چې د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو راتلونكو ټاكنو ته نږدې پنځه نيم زره احتمالي كانديدانو نومليكنه كړې، خو په يو شمېر ولسواليو كې هېڅ كانديد خپل نوم نه دى ليكلى.

نویسنده: ISMAT MAYAR
23 غبرګولی 1397
راتلونكو ټاكنو ته نږدې پنځه نيم زره احتمالي كانديدانو نومليكنه كړې

د ټاكنو خپلواك كمېسيون مسوولين وايي، سره له دې، چې د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو راتلونكو ټاكنو ته نږدې پنځه نيم زره احتمالي كانديدانو نومليكنه كړې، خو په يو شمېر ولسواليو كې هېڅ كانديد خپل نوم نه دى ليكلى.
د دغه كمېسيون رئيس ګلاجان عبدالبديع صياد، چې نن يې په يوه خبري غونډه كې خبرې كولې وويل، د ولسواليو شوراګانو لپاره د ښځينه كانديدانو د نومليكنې كچه ټيټه ده.
نوموړي زياته كړه، په دې تړاو به، چې په ځينو ولسواليو كې هېڅ كانديد نومليكنه نه ده كړې او يا د ښځو د ګډون كچه ټيټه ده، كمېسيون يو تصميم ونيسي.
د ټاكنو خپلواك كمېسيون مسوولين په ورته وخت كې وايي، د روان لمريز كال د چنګاښ مياشتې په اوومه نېټه به د كانديدانو لومړنى لېست اعلان كړي او وروسته به د كانديدانو په تړاو د شكايتونو د ثبت لړۍ پيل شي.
دا په داسې حال كې ده، چې د ولسي جرګې لپاره د كانديدانو د نومليكنې بهير پرون پای ته رسېدلى، خو د ولسواليو شوراګانو لپاره د كانديدانو د نومونو ثبتولو لړۍ سبا پاى ته رسېږي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA