د كور او ښار جوړولو وزير سيد سعادت منصور نادري او څلورو مرستيالانو يې خپلې دندې پرېښودې.
هغه نن يوې خبري غونډې ته د خبرو په مهال د خپلو لاسته راوړنو د يادولو ترڅنګ وويل، استعفا يې د ملي يووالي حكومت سره د همكارۍ پرېښودلو په معنا نه ده او په هره برخه كې، چې ترې غوښتنه وشي، همكارۍ ته چمتووالى لري.
په همدې حال كې د كور او ښار جوړولو وزارت وياندې نيلوفر لنګر د نادري د استعفا يو علت روغتيايي ستونزه ياده كړه. د جمهور رئيس محمد اشرف غني د امر له مخې، د کندهار ښاروال روښان ولسمل د كور او ښار جوړولو وزارت د نوي سرپرست وزير او سيد نسيم خالق ، عزيز احمد ګلستاني او همايون فايض د دغه وزارت د نويو مرستيالانو په توګه ټاکل شوي دي.
سيد سعادت منصور نادري د ملي يووالي حکومت د کابينې له لومړيو وزيرانو څخه و، چې د ۱۳۹۴يم لمريز کال د وري مياشتې په ۲۹مه نېټه يې وکولای شول له ولسي جرګې د باور رايه ترلاسه کړي او د دغه حكومت يو بريالى وزير بلل كېده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ