ads

په مقر کې موټر بم ځانمرګي بريد ۳۱ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

د غزني ولايت د مقر ولسوالۍ په مقام نن سهار وختي موټر بم ځانمرګی بريد شوی او په ترڅ کې يې د ولسوال په ګډون شاوخوا ۳۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.

نویسنده: ISMAT MAYAR
22 غبرګولی 1397
په مقر کې موټر بم ځانمرګي بريد ۳۱ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

د غزني ولايت د مقر ولسوالۍ په مقام نن سهار وختي موټر بم ځانمرګی بريد شوی او په ترڅ کې يې د ولسوال په ګډون شاوخوا ۳۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د غزني د والي وياند محمد عارف نوري کليد ته وويل، دغه بريد سهار وختي ۲ بجې د هاموې په وسيله ترسره شوی دی، پنځه ملي پوليس پکې وژل شوي او ۲۶ نور ټپيان دي. د نوري په خبره د ولسوال او نورو ټپي سرتېرو وضعيت د اندېښنې وړ نه دی.
دا په داسې حال کې ده چې په تېرو څو ورځو کې دغه ولسوالي د سختو جګړو شاهده وه او د لومړنيو معلوماتو له مخې تېره ورځ تېره ورځ هم په دغه جګړه کې شاوخوا ۳۸ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
د نوري په خبره اوس مهال په دغه ولسوالۍ کې وضعيت د ډاډ وړ دی.
له بل لوري د طالب وياند ذبيح الله مجاهد له لوري رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه موټربم ځانمرګي بريد کې سلګونو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA