د فراه امنيتي مسوولين وايي، وسله والو طالبانو تېره شپه غوښتل، چې د فراه ښار پر يوې امنيتي پوستې بريد وكړي، خو له ناكامۍ سره مخ شول.
د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر محب الله محب كليد ته وويل، طالبانو هغه وخت، چې غوښتل يې د سور سيمې پر امنيتي پوستې بريد وكړي، د امنيتي ځواكونو له سخت غبرګون سره مخ شول.
د نوموړي په خبره، په جګړه كې ۱۳ طالبان وژل شوي او اووه نور ټپيان دي.
محب زياته كړه، د نښتې په مهال دوه امنيتي سرتېري هم سطحي ټپيان شوي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې تړاو رسنيو ته څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ