ads

د ننګرهار خصوصي روغتونونه دوه ورځې وړيا روغتيايي خدمتونه وړاندې كوي

ه ننګرهار کې د خصوصي روغتونونو له لوري د دوه ورځو لپاره ټولو ناروغانو ته د درملنې په برخه کې د ځانګړو اسانتياوو د برابرېدو خبره وشوه.
د خصوصي روغتونونو مسوولين وايي، د روانې روژې مياشتې په اووه ويشتمه او اته ويشتمه نېټه به هر ډول ناروغانو ته د دوى ځانګړى تخفيف په پام کې نيول کېږي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
22 غبرګولی 1397
د ننګرهار خصوصي روغتونونه دوه ورځې وړيا روغتيايي خدمتونه وړاندې كوي

په ننګرهار کې د خصوصي روغتونونو له لوري د دوه ورځو لپاره ټولو ناروغانو ته د درملنې په برخه کې د ځانګړو اسانتياوو د برابرېدو خبره وشوه.
د خصوصي روغتونونو مسوولين وايي، د روانې روژې مياشتې په اووه ويشتمه او اته ويشتمه نېټه به هر ډول ناروغانو ته د دوى ځانګړى تخفيف په پام کې نيول کېږي.
د روغتياپالانو په وينا، په دغو دوه ورځو کې به په خصوصي روغتونونو کې فيسونه نه اخيستل كېږي، د لابراتوار معاينات به په ۵۰ فيصده تخفيف ترسره او دغه راز درمل به هم په خپلې اصلي بيې پلورل کېږي.
په جلال اباد ښار کې د خصوصي روغتونونو د اتحاديې مشر اېمل حسنزي وويل، دا کار يې د عامې روغتيا وزير په غوښتنې کړى او له دې پرېکړې هېڅوک سرغړونه نه کوي.
نوموړي زياته كړه، دوى به هڅه وکړي، چې له دې وروسته يو شمېر نورې اسانتياوې هم د خصوصي روغتيايي سکټور په چوکاټ کې رامنځته کړي.
په ورته وخت کې د ننګرهار د عامې روغتيا رئيس نجيب الله کامه وال وويل، د ولسونو ستونزو ته په کتو د عامې روغتيا وزارت پرېکړه کړې او پيل يې له ننګرهار څخه شوى دى.
د كامه وال په خبره، په ننګرهار كې اوسمهال د ۲۶ خصوصي روغتونونو له جملې ۲۰ يې فعالت کوي او سر له ننه به په ټولو فعالو خصوصي روغتونونو کې دا پرېکړه عملي کېږي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA