ads

د فارياب کوهستان ولسوالي سقوط شوه

د فارياب ولايت امنيتي چارواکي وايي، د دغه ولايت کوهستان ولسوالي نن سهار وسله والو طالبانو ونيوله.

نویسنده: ISMAT MAYAR
22 غبرګولی 1397
د فارياب کوهستان ولسوالي سقوط شوه

د فارياب ولايت امنيتي چارواکي وايي، د دغه ولايت کوهستان ولسوالي نن سهار وسله والو طالبانو ونيوله.

دغه چارواکي وايي، تېره شپه د سختې نښتې په ترڅ کې د کوهستان د ولسوال په ګډون ۸ امنيتي سرتېري وژل شوي او ۱۵ نور ټپيان دي.

د فارياب د ولايتي شورا رييس طاهر رحماني کليد ته وويل، امنيتي ځواکونه له شاتګ وروسته د کوهستان ولسوالۍ د مرکز په لولاش سيمه کې په يوه کلا کې ايسار پاتې دي.

نوموړی زياتوي که دولت ډېر ژر دغه کسان له کلابندې شوې سيمې ونه باسي ټول به له منځه لاړ شي.

د فارياب د والي وياند جاويد بيدار د کوهستان ولسوالۍ سقوط او د ولسوال عبدالرحمن فنا وژل کېدل تاييدوي.

نوموړی زياتوي، امنيتي ځواکونو تدابير تر لاس لاندې نيولي دي تر څو دغه سيمه يو ځل بيا د حکومت له وسله والو مخالفينو پاکه کړل شي.

د فارياب د ولايتي شورا غړو د امنيتي ځواکونو او ملکي وګړو د وژل کېدو د مخنيوي په هدف له مرکزي حکومت ډېر ژر د پوځي مرستې غوښتنه کړې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA