د غزني د مرکز اړوند پښتون اباد سيمه کې د وسله والو طالبانو د ترور ډلې د ډلمشر په ګډون دوه تنه د امنيتي ځواکونو د يوه کمين په ترڅ کې وژل شوي دي.
د دې ولايت د والي وياند محمد عارف نوري کليد ته وويل، دغه کسان د طوفان تره خېل ډلې اړوند وو او په ښار کې يې هدفي وژنې ترسره کولې.
د نوري په وينا، په وژل شوو كسانو كې يو د ملنګ کوچي په نوم طالب و، چې د غزني ښار په څو هدفي وژنو کې يې لاس درلود.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې تړاو کومه تبصره نه ده کړې.
غزني ښار په تېرو کلونو کې د ډېرو هدفي وژنو شاهد و، خو په وروستيو کې دغه ولايت ته د نوي امنيه قوماندان په ورتګ سره اوس مهال تر يوې کچې د دې پېښو ګراف ټيټ شوی دی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ