ads

فارياب كې يوې ښځې ځانوژنه كړې

د فارياب په بلچراغ ولسوالۍ کې يوې ځوانې ښځې ځان زندۍ کړى او مړه شوې ده.
دغه مېرمن سهيلا نومېده، ۱۸ کلنه وه او پرون يې په خپل کور کې ځان زندۍ کړی دی.

نویسنده: ISMAT MAYAR
19 غبرګولی 1397
فارياب كې يوې ښځې ځانوژنه كړې

د فارياب په بلچراغ ولسوالۍ کې يوې ځوانې ښځې ځان زندۍ کړى او مړه شوې ده.
دغه مېرمن سهيلا نومېده، ۱۸ کلنه وه او پرون يې په خپل کور کې ځان زندۍ کړی دی.
د فارياب د پوليسو وياند کريم يورش کليد ته وويل، د دغې ځانوژنې علت او انګېزه څرګنده نه ده او په هغه سيمه کې، چې دا ځانوژنه ترسره شوې، د حکومت د وسله والو مخالفينو تر واک لاندې ده.
بلخوا د بلچراخ ولسوال عبدالجميل صديقي وايي، د يادې ځوانې ښځې مېړه په ايران کې دى، کېداى شي تر کورني فشار لاندې نيول شوې وي او بيا يې ځان زندۍ کړى دى.
د نوموړي په خبره، اړوندو ارګانونو په دې اړه څېړنه پيل کړې، ترڅو د ځانوژنې اصلي علت معلوم کړي.
په فارياب کې د بشري حقونو دفتر سرپرست محمد عظيم وويل، په تېرو شپږو مياشتو کې دا د ښځو ۱۶مه ځانوژنه ده، چې رامنځته کېږي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA