ads

هرات كې يو ديني عالم وژل شوى

نامعلومو وسله والو د هرات په زنده جان ولسوالۍ كې يو ديني عالم وژلى دى.
د دې ولايت د والي وياند جيلاني فرهاد كليد ته وويل، مولوي عبدالسلام تېره شپه شاوخوا لس بجې د تراوېح لمانځه له ادا كولو وروسته خپل كور ته روان و، چې د نامعلومو وسله والو له لوري ووژل شو.

نویسنده: ISMAT MAYAR
17 غبرګولی 1397
هرات كې يو ديني عالم وژل شوى

نامعلومو وسله والو د هرات په زنده جان ولسوالۍ كې يو ديني عالم وژلى دى.
د دې ولايت د والي وياند جيلاني فرهاد كليد ته وويل، مولوي عبدالسلام تېره شپه شاوخوا لس بجې د تراوېح لمانځه له ادا كولو وروسته خپل كور ته روان و، چې د نامعلومو وسله والو له لوري ووژل شو.
د هغه په خبره، تراوسه د دې قتل علت معلوم نه دى.
فرهاد زياته كړه، د امنيتي ځواكونو له لوري د پېښې د عاملينو پېژندلو او د هغوى د نيولو لپاره هڅې روانې دي.
د پېښې مسووليت تراوسه چا نه دى منلى.
د يادولو ده، چې مولوي عبدالسلام د زنده جان ولسوالۍ د اوغه كلي د جامع جومات خطيب و.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA