ads

د کرومايټو د قاچاق مخنيوي په خاطر د ملي امنيت شورا غونډه جوړېږي

جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، د کانونو په ځانګړي ډول د کرومايټو د قاچاق مخنيوي په خاطر دې د سوداګرۍ او صنايعو خونې د استازو په حضور کې د ملي امنيت شورا غونډه جوړه او د امنيه قوماندانانو په دستورالعمل کې دې هم د قاچاق مخنيوي ته ځاى وركړل شي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
17 غبرګولی 1397
د کرومايټو د قاچاق مخنيوي په خاطر د ملي امنيت شورا غونډه جوړېږي

جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، د کانونو په ځانګړي ډول د کرومايټو د قاچاق مخنيوي په خاطر دې د سوداګرۍ او صنايعو خونې د استازو په حضور کې د ملي امنيت شورا غونډه جوړه او د امنيه قوماندانانو په دستورالعمل کې دې هم د قاچاق مخنيوي ته ځاى وركړل شي.
نوموړي دا څرګندونې تېره ورځ په ارګ كې د ده په مشرۍ د کرومايټو د صنعت، د ډبرو سکرو سکټور د ستراتېژۍ د اصلاح او په افغانستان کې د سيمنټو د توليدي فابريكو جوړولو په اړه د بحث لپاره د اقتصاد عالي شورا جوړې شوې ځانګړې غونډه ته وكړې.
جمهور رئيس غني وويل، د کرومايټو د قاچاق د مخنيوي غوره اقدام په داخل کې د هغو د خريدارۍ مرکزونو جوړول دي.
هغه د کانونو او پټروليم وزارت مسوولينو ته لارښونه وکړه، چې د سوداګرۍ او صنايعو خونې په همکارۍ په دې تړاو په هېواد کې د وسپنې ويلې کولو فابريکو له مسوولينو سره خبرې وکړي، ترڅو په هېواد کې دننه د کرومايټو پروسس ته زمينه برابره شي.
د هېواد جمهور رئيس د کانونو او پټروليم وزارت له مسوولينو وغوښتل، چې د کانونو د استخراج په هدف د جيولوژي سروې او برېښنا ته د هغوى د اړتيا په اړه خپل واضح وړانديزونه د اقتصاد عالي شورا ته وړاندې کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA