د افغانستان او بنګله دېش د كركټ ملي لوبډلو ترمنځ به درېيمه او وروستۍ شل اوريزه لوبه د كابل په وخت نن ماښام اووه بجې د هند په دهرادون ښار كې پيل شي.
د دغې لړۍ تېرې دواړه لوبې افغان لوبډلې ګټلې دي.
د دواړو لوبو د غوره لوبغاړي جايزه راشد خان ترلاسه كړه.
د كركټ بورډ مطبوعاتي مسوول فريد هوتك وايي، افغان لوبډله د درېيمې لوبې لپاره بشپړ چمتووالى لري او تمه كېږي، چې د بنګله دېش د لوبډلې په وړاندې په دې سيالۍ كې هم ښه لاسته راوړنه ولري.
تر يادې لړۍ وروسته به د روانې جون مياشتې په ۱۴مه نېټه افغانستان خپله لومړنۍ تاريخي ټېسټ يا پنځه ورځنۍ لوبه له هند سره پيل كړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ