د کونړ د ښځو چارو رياست مسولين وايي د تېر کال په پرتله په دې ولايت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي پېښې کمې شوې دي.
د دې ولايت د ښځو چارو رئيسې سهيلا بابري کليد ته وويل چې، د تېر کال په پرتله سږکال له دوی سره د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ډيرې کمې قضيې ثبت شوې دي.
نوموړې که څه هم د ثبت شويو قضيو د شمېر په اړه څه ونه ويل ،خو زياته يې کړه چې، په ثبت شويو قضيو کې ډيری يې د کورني تاوتريخوالي چې، وهل ډبول او له کوره د تيښتې قضيې دي ثبت شوې دي.
د کونړ د ښځو چارو د رئيسې په خبره په دې ولايت کې د ښځينه وو لپاره د تفريح ځای او د امن د کور نشتون هم هغه لويې ستونزې دي چې د دغه ولايت مېرمنې ورسره مخ دي.
سهيلا بابري وايي هڅه يې پيل کړې څو تر راتلونکي کاله پورې دا ستونزې هم حل کړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ