244
۱۶ غبرګولی ۱۳۹۷
لیکونکی: عصمت‌الله مايار

د ګواتيمالا اورغورځونې ۷۵ تنه وژلي او ۱۹۲ نور لادرکه دي

په ګواتيمالا کې د اورغورځونې د يوې پېښې له کبله تر دې مهاله ۷۵ تنه وژل شوي او ۱۹۲ نور لادرکه دي.
د ګواتيمالا د بېړنيو پېښو پر وړاندې د مبارزې اداره وايي، په تېرو څلورو لسيزو کې دغه ډول پېښه مخينه نه لري.
د دغه هېواد د هوا پېژندنې ادارې له هغه وروسته خلکو ته خبرداری ورکړ چې د سه شنبه په ورځ يو ځل بيا اور غورځونه رامنځته شوه. دغه ادارې ژغورونکې ډلې سيمې ته استولې دي تر څو له خلکو سره له ورانو شوو کورونو په راوتلو کې مرسته وکړي.

شريکولShare on FacebookShare on Google+Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn
ایمیل *
نوم *
ستاسو څرګندونې *