ads

افغانستان او بنګله دېش نن د كركټ دوهمه نړيواله شل اوريزه لوبه کوي

نن د افغانستان او بنګله دېش د کرکټ ملي لوبډلې دوهمه نړيواله شل اوريزه لوبه کوي.
دغه لوبه د هند د دهرادون ښار په راجيو ګاندي لوبغالي کې ترسره کېږي او د كابل په وخت د ماښام په اوو بجو پيلېږي.
افغانستان او بنګله دېش وړمه شپه د درېيو شل اوريزو لوبو لړۍ پيل کړه.

نویسنده: ISMAT MAYAR
15 غبرګولی 1397
افغانستان او بنګله دېش نن د كركټ دوهمه نړيواله شل اوريزه لوبه کوي

نن د افغانستان او بنګله دېش د کرکټ ملي لوبډلې دوهمه نړيواله شل اوريزه لوبه کوي.
دغه لوبه د هند د دهرادون ښار په راجيو ګاندي لوبغالي کې ترسره کېږي او د كابل په وخت د ماښام په اوو بجو پيلېږي.
افغانستان او بنګله دېش وړمه شپه د درېيو شل اوريزو لوبو لړۍ پيل کړه.
د دغې لړۍ لومړۍ لوبه افغانستان د ۴۵ منډو په توپير له بنګله دېشه وګټله.
دغه راز ټاکل شوې، چې د راتلونکې پنجشنبې په ورځ د دواړو هېوادونو ترمنځ درېيمه شل اوريزه لوبه ترسره شي.
تر دې لړۍ وروسته به د روانې جون مياشتې په ۱۴مه نېټه افغانستان خپله لومړنۍ تاريخي ټېسټ يا پنځه ورځنۍ لوبه له هند سره پيل كړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA