په لغمان کې د کورني اقتصاد د پياوړتيا په هدف ۴۰ کورنيو ته د دې ولايت د کډوالو چارو رياست په هڅو د IRC نړيوالې موسسې لخوا د چرګانو کوچني فارمونه جوړ شول.
د لغمان د رسنيو له دفتره کليد ته رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه مرسته په قرغيو ولسوالۍ کې د جګړو له کبله له بېځايه شوو، راستنو شوو او بېوزلو کورنيو سره د دوی د کورني اقتصاد د پياوړتيا په هدف ترسره شوه.
په خبرپاڼه کې زياته شوې، په دې مرسته کې هرې کورنۍ ته ۴۰ د هګيو چرګې، ۵۰ کيلو ګرامه دانه او د چرګانو د روزلو يو شمېر نور وسايل شامل دي.
د سرچينې په خبره، د کډوالو چارو رياست مسوولين وايي، د مرستو دا لړۍ به يې دوامداره وي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ